معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشره د عافیه صدیقي د خلاصون غوښتنه وکړه

د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشره د عافیه صدیقي د خلاصون غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر جوبایډن څخه په یوه لیک کې غوښتي، پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې په ۸۶ کاله بند محکومه شوې، له حبسه آزاده کړي.

نوموړې چې امریکا د تروریزم اړوند یوه قضیه کې محکومه کړې، په اړه یې د پاکستان یوه مدافع وکیل محکمې ته معلومات ورکړل او بایډن ته یې د شریف د لیک یادونه وکړه.

نوموړي مدافع وکیل دا لیک هغې محکمې ته وړاندې کړ، چې د عافیه صدیقي د خور د غوښتنلیک په اړه یې څېړنه کوله.

د اعصابو تجربه کاره متخصصه عافیه صدیقي په ۲۰۱۰ کال کې په څو قضیو او له هغې ډلې د امریکايي وګړو د وژنې په مواردو کې مجرمه وپېژندل شوه او په حبس محکومه شوه.

عافیه صدیقي په ۲۰۰۸ کال کې په افغانستان کې له امریکايي چارواکو سره په یوه نښته کې ټپي شوه.

د عافیې صدیقي کورنۍ ادعا کوي چې نوموړې په ۲۰۰۳ کال کې په کراچۍ ښار کې ناڅاپه لادرکه شوه او دوی فکر کوي چې پخواني پوځي دکتاتور جنرال پرویز مشر په پټه امریکايي چارواکو ته سپارلې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس