کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” ویلی، افغانستان کې څه باندې ۲۷ میلیونه وګړی په کافی اندازه خواړه نه لری او په ټول هېواد کې د ژمی لپاره بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کیږی.
د خوړو نړیوال پروګرام د چین د حکومت له مرستو مننه کړې، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۳۵ زره کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کړې.
تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د خپلو مرستو د ترلاسه کوونکو له لېست څخه لس میلیونه کسان ایستلی وو.
د روان کال په پیل کې یاد پروګرام خبر ورکړی و، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ