معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوي

تېرو دوو کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د سوالګرو را ټولولو کمېټې په تېرو ۲ کلونو کې څه باندې ۶۲ زره سوالګر راټول کړي.

خبرپاڼې وایي، د راټولو شویو سوالګرو له جملې څخه یې ۲۷ زره ۷۱۵ تنه مستحق پېژندل شوي، ۳۱ زره ۱۲۶ کسان يې حرفوي سوالګر او پاتې نور یې بې سرپرسته ماشومان او په نشه يي توکو روږدي دي.

سرچینې زیاته کړې، چې دغه شمېر سوالګر تر ډېره په پلازمېنه کابل، ننګرهار او هرات ولایتونو کې راټول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې په راټول کړل شویو سوالګرو کې ۵۸ زره ۸۴۱ يې له کابل، ۱۲۲۷ یې له ننګرهار، ۱۰۷۱ یې له هرات او پاتي نور یې د پکتیا، لغمان، پروان، خوست، نیمروز، فاریاب او سمنګان له ولایتونو څخه دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس