کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت مرکزي ویاند خبر ورکړی، چې پر داعشو دغه عملیات تېره ورځ ځانګړو ځواکونو د غور مرکز اړوند مارکو سيمه کې ترسره کړي، چې د دې ګروپ مشر او د دوی یو بل مهم غړی په کې وژل شوی دی.
مجاهد ویلي، دې ګروپ تېره ربیع الاول میاشت کې د غور او دایکندي ترمنځ سیمه کې پر اهل تشیع هېوادوالو برید هم کړی و، چې ۲۰ هېوادوالو ته یې مرګ – ژوبله اړولې وه.
د افغان حکومت ویاند زیاتوي، له تېرې یوې اونۍ راهیسې د دې ګروپ پر ضد د ځانګړو ځواکونو عمليات پيل شوي وو، چې عملیاتو کې یو شمېر داعـ ـش له وسلو، مهماتو او منفجره توکو سره نیول شوي هم دي او پر خپلو جرمونو یې اعترافونه کړي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی خپل ټول بريدونه په بلوچستان کې د داعـ ـ ـش خـ ـراسان څانګې د رهبرۍ په مستقيمه لارښوونه ترسره کول، چې يو شمېر نور ملګري یې هم بلوچستان ته د تېښتې په حال پر لار نيول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د افغان حکومت ویاند ویلي پاکستان او تاجکستان د افغانستان په نا امن کولو تورن کړي وو.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/