کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې جبالیا سیمه کې د حماس جهادی غورځنګ پوځی څانګې القـ.ـسام ځواکونو د اسراییلی اشغالګرو د ۴۰۱ پوځی لوا مشر په سنایپر په نښه کړی او له منځه یې وړی دی.
د اسراییلو ۱۲ تلوېزیون د اسراییلو دفاع وزارت په حواله د دې خبر تایید کړی او ویلی یې دی، چې غزه کې د اسراییلو لوړپوړی نظامی چارواکی وژل شوی دی.
۴۰۱ پوځی لوا د اسراییلی اشغالګرو هغه څانګه ده، چې د ټانکونو او شوبلو مسوولیت په غاړه لری او د روانې جګړې په لړ کې مهمه لوا بلل کیږی.
پر غزې د اسراییلی اشغالګرو د تېر یو کلن یرغل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د اسراییلو تر ټولو لوړ رتبه پوځی چارواکی په غزه کې د مجاهدینو لخوا له منځه وړل کیږی.
دا پېښه د غزې تراړې شمال لوری ته جبالیا سیمه کې رامنځته شوې، چې د درې اونیو راهیسې اسراییلی اشغالګرو دغه سیمه تر محاصرې او بمبار لاندې نیولې، څو خلک کوچېدو ته اړ کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ