‏سره میاشت د درملنې په موخه افغان ماشومان المان ته لېږی

ګهیځ: نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) د افغانې سرې میاشتې ټولنه وایی، د راتلونکۍ اونۍ له پنجشبې د درملنې په موخه، جرمنی ته د هغو ماشومانو لېږدول پیلوی، چې هډوکی یې مات یا هم سخت سوځېدلی وی.
سرې میاشتې پرون په یوه ویډیویی بیان کې ویلی، هغه ماشومان چې دغه ستونزه ولری، د سلواغې تر ۳۰مې دې کابل ته ولېږدول شی چې د جرمنی د سولې کلی په نوم ډاکټرانو د ټولنې په مرسته د نورې درملنې لپاره جرمنی ته ولېږل شی.
سرې میاشتې په خپل بیان کې ځینې شرطونه ایښی: “د ناروغ عمر له یوه تر ۱۱ کلونو ډېر نه وی. د ناروغ د پلار یا خپلوانو تذکره، د پاسپورټ اندازه لس قطعې رنګه عکسونه ولری. پته. د افغانی سرې میاشتې ټولنه، افشار، سیلو.”
په افغانستان کې ډېری وخت د ماتو هډوکو او سختې سوځېدنې د اساسی درملنې امکان کم وی.
سره میاشت وایی، په ۲۰۲۱م کال په پاکستان او هندوستان کې د ۵۷۷ هغو ماشومانو درملنه شوې چې د زړه سوری یې درلودل.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.