معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کابل او استانه بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخوي

کابل او استانه بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې پراخوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر، نورالدین عزیزي په مشرۍ د افغانستان د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سریک ژومانګارین په مشري د دې هېواد له دولتي پلاوي سره دوه اړخیزه ناسته کړې.

دې ناسته کې نورالدین عزیزي د قزاقستان په الماتا ښار کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو لپاره د ننداتون او د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس پرانیستلو برخه کې د دې هېواد هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د سوداګرۍ پراختیا لپاره دغه ډول پروګرامونه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا ښکارندويي کوي.

دغه راز دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د سوداګرۍ کچې لوړولو، د ګډې پانګونې جلبولو، د ترانزیت او صادراتو د حمل او نقل، ټرانسپورټ، بانکي موضوعاتو، د ویزې په صادرولو کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د تخنیکي او فرعي کمېټو په جوړېدو خبرې شوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس