اسراییلو اووه تنه ایران ته د جاسوسی په تور نیولی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییل ټایم خبر ورکړی، چې د اسراییلو امنیتی ادارو اووه اسراییلی وګړی ایران ته د جاسوسۍ او له پوځی تاسیساتو د عکاسۍ په تور نیولی.

سرچینې ادعا کړې، چې دغو جاسوسانو دوو کلونو په اوږدو کې د ایران لپاره شاوخوا ۶۰۰ استخباراتی ماموریتونه ترسره کړی.

سرچینې د څارنوالانو له قوله زیاته کړې، نیول شویو جاسوسانو د اسراییلو د رامات ډیویډ، نیواټیم او بریګیډ هوایی اډو سربېره د موساد مرکزی دفتر او په تل ابیب کې د دفاع وزارت په اړه ایران ته له دوو کلونو راهیسې معلومات ورکړی.

د یادې سرچینې د راپور له مخې نیول شوی کسان د خپل ماموریت سرته رسولو پر مهال هغه وخت نیول شوی، چې د دې هېواد څخه یې ایران ته د پوځی تاسیساتو انځورونه او معلومات استول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.