کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ اداې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بنګلدېش پر وړاندې درې یو ورځنیو سیالیو ته افغان لوبډله اعلان کړه.
کرکټ بورډ ویلي، ړغه درې یو ورځنۍ سیالۍ به د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه پیل او تر ۱۱مې نېټې به دوام وکړي.
یادې ادارې زیاته کړې، ابراهیم ځدراڼ او مجیبالرحمن د خپلو ټپونو له امله لا هم د لوبې جوګه نه دي، نو ځکه یې نه دي غوره کړي.
دوه نور افغان لوبغاړي صدیق اتل او نوراحمد چې د سویلي افریقا پر وړاندې لوبلړۍ کې نه وو، دې سیالیو ته رابلل شوي دي.
په اعلان شوې لوبډله کې حشمتالله شهیدي لوبډلمشر، رحمتشاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمنالله ګربز او اکرام علي خېل وېکټ ساتونکي، عبدالمالک، ریاض حسن، صدیقالله اتل، دروېش رسولي، عظمتالله عمرزی، محمدنبي، ګلبدین نایب، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، نور احمد، بلال سمیع، فضلالحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي.
د بنګلدېش پر وړاندې لومړۍ لوبه به د نومبر په ۶مه، دوهمه د نومبر په ۹مه او وروستۍ د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې وي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/