د امریکا د استازو جرګې غړو د عمران خان د خوشې کولو غوښتنه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د استازو جرګې څه د پاسه ۶۰ ډیموکراټ غړو د دغه هېواد له ولسمشر جوبایډن په یوه لیک کې غوښتی، چې د پاکستان د پخوانی لومړی وزیر عمران خان د خوشې کېدو لپاره د امریکا له نفوذه ګټه واخلی.

رویټرز خبری آژانس راپور ورکړی، چې له بایډن څخه په دغه لیک کې د عمران خان سربېره پاکستان کې د ټولو سیاسی بندیانو د خوشې کېدو او د بشری حقونو خوندیتوب لپاره د هڅو غوښتنه شوې ده.

تر دې وړاندې هم د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ډلې ویلی وو، چې د عمران خان نیول د نړیوالو قوانینو خلاف کړنه ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.