کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل – جلال آباد د دوهم لین سړک د لومړي فاز اول لاټ چارې د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستيال د ټولګټو چارو د سرپرست وزير او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
اقتصادي مرستیال له خلکو غوښتي، چې د دغې پروژې د پلې کېدو پر مهال له اړوند شرکت او سرپرست حکومت سره همکار پاتې شي.
د نوموړي په خبره د دغه سړک جوړېدو سره به خلکو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره او دغه راز د پام وړ اسانتیاوې به رامنځته شي.
د دغه سړک چارو د پیل خبر ولسونه د دغې لارې جوړېدو لپاره هیله مند کړي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/