معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ایران کې ناقانونه افغان کډوالو ته ورکړل شوي کورونه مهرلاک شوي

ایران کې ناقانونه افغان کډوالو ته ورکړل شوي کورونه مهرلاک شوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایران کې د انقلاب تایباد لوی څارنوال ویلي، د سږ کال له پیله د تایباد په بېلابېلو برخو کې هغه ۱۶ کورونه چې ناقانونه افغانانو ته ورکړل شوي وو، مهرولاک شوي دي.

نوموړي ویلي، دغه ګام یې له هغه وروسته اخیستی، چې ځینو ښاریانو د ناقانونه وګړو په اړه ورته شکایت کړی و او ځینو قضایي چارواکو یې په اړه هم نوموړي ته سپارښتنې کړې وې.

نوموړي ویلي، هغو کسانو چې افغانانو ته کورونه په اجاره ورکړي وو، هغوی به قضايي څانګو ته لېږل کیږي.

هغه وایي، د موټرو خاوندان چې نا قانونه افغانان لېږدوي، سزا به ورکړل شي.

د ایران د ملي امنیت شورا د پرېکړې سره سم به یې موټر تر شپږو میاشتو ودرول شي.

د دغه ایراني چارواکي د وینا له مخې، د روان کال تر نیمایي پورې ۲۳ زره ناقانونه افغانان نیول شوي او بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس