خوستی سوداګر د جلغوزیو حاصلاتو لپاره د مناسب بازار غوښتونکی دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په خوست ولایت کې د جلغوزیو سوداګرو ویلی، سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات زیات شوی خو بازار یې پیکه دی.

دوی د خوست له هوایی ډګره بهرنیو مارکیټونو ته د جلغوزیو صادرولو غوښتنه کوی.

د خوست د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، خوست کې د جلغوزیو د پېر او پلور لنډمهالی بازار ته له ټول هېواده جلغوزی راوړل کیږی، چې سږ کال دغه ولایت کې د درې نیم زره ټنو جلغوزیو حاصلاتو اټکل شوی.

د دوی په وینا اړتیا ده چې د دغو حاصلاتو لپاره له هېواد بهر هم د صادراتو زمینه برابره شی.

د ځایی خلکو په وینا د جلغوزیو لنډ مهالی بازار کې ګڼ شمېر مېرمنو، ماشومانو او ځوانانو ته کاری زمینې هم برابرې شوې دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.