معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېره میاشت نږدې ۴ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ – راتګ کړی

تېره میاشت نږدې ۴ زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ – راتګ کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب  ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي اداره ویلي، د روان لمریز کال د تلې په میاشت کې ۳ زره او ۹۴۰ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایي ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ – راتګ کړی.

د دې ادارې په وینا له دې ډلې د ۶۳ مېرمنو په ګډون ۲ زره ۱۳۱ تنه افغانستان ته راغلي او د ۱۱ مېرمنو په ګډون ۱۸ سوه ۹ کسان بېرته تللي دي.

دوی زیاته کړې، چې له دې ډلې ۴۳۴ تنو یې د تاریخي سیمو د لېدلو او ګرځندويۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.

دې وروستیو کې افغانستان ته د بهرنیو ګرځندویه وګرو د راتګ شمېر د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس