د ایران او اسراییلو ترمنځ شخړه یوه پېچلې او څو اړخیزه جګړه ده، چې له تاریخ سره تړلې، سیاسي او جغرافیایي حساسیتونه لري.
د دې جګړې له هرې خوا کړکېچونو او لانجمن مسایل راولاړیږي.
دا کړکېچ یوازې په منځني ختیځ نه؛ بلکې د نړۍ په ډېرو نورو برخو هم خپل اغېز لري.
د ایران او اسراییلو کشمکش نن په داسې مرحله کې دی، چې نږدې هره ورځ یو بل ته اخطارونه ورکوي او د جګړې بوی ترې خېژي. دواړو لوریو پر یو بل خپلې لومړنۍ زور ازموینې هم وکړې.
خو اسراییلو چې د میږي په څېر وزرې کړي، ورځ تر بلې خپل ظلمونه د اوج پر لوري بیایي.
د اسراییلو لخوا ځپل شوي هېوادونه چې له کلونو راهیسې د اشغال، فشار او د بشري حقونو د نقضونو شاهدان دي، اوس داسې حالت ته رسېدلي، چې نور نو د مقاومت لار خپله کړي.
اسراییل له یوې خوا د امنیت او ثبات تر شعار لاندې د خپلو ګټو لپاره سیمه کې لاسوهنه کوي او له بلې خوا په یوه بې رحمه ډول هغه ملتونه ځپي چې له خپلو اساسي حقونو څخه دفاع کوي. هغه که غزه ده یا لبنان دی او یا هم اوس وخت کې ایران.
د دوی پر وړاندې د اسراییلي اشغالګرو ظلمونه، چې د هر ډول انساني کرامت له پولو تېر شوي، نړۍ ته باید د خبرداري زنګ وګرځي.
داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د دې جګړې پر وړاندې هماسې خاموشه پاتې ده او که غږ هم پورته کوي، نو د اسراییلو د ملاتړ بوی به ترې خیژي. دا هغه دردناک واقعیت دی چې د اسراییلو له ظلمونو او سرغړونو سره مرسته کوي، د دې پرځای چې د داسې ظلمونو مخنیوی یې وکړي.
د نړۍ ستر قدرتونه چې د بشري حقونو او عدالت نارې وهي، ولې په داسې یو حالت کې خپله غلې خوله نه پرانیزي؟
آیا د انصاف او عدالت اصول یوازې پر هغو سیمو نافذیږي، چې د دوی سیاسي او اقتصادي ګټې ورپورې تړلې وي؟
دا پوښتنې هغه ملتونه خپلو ذهنونو ته راوړي چې د سولې، امنیت او عدالت لپاره د حق غوښتنه کوي.
ایران یې پر وړاندې د خپل ملي حاکمیت، کلتوري ارزښتونو او دیني اصولو د ساتلو لپاره کلک دریځ خپل کړی، خو د لاسنیوي او ملاتړ له پلوه ظاهراً یوازې ښکاري.
د اسراییلو زهرجن لاسونه په منځني ختیځ کې په لوی لاس بې ثباتۍ ته لمن وهي.
خو اوس ذهنیتونه د اسراییلي اشغالګرو پر وړاندې د هرې ورځې په تېرېدو سره جوړیږي.
په دې کشمکش کې به ډېر ژر له ایران سره هغه نور ملتونه هم یوځای شي، چې د اسراییلو له ظلمونو، لاسوهنو او د یوې اړخیزې پالیسۍ قرباني دي یا هم اوس درګرده قرباني کیږي.
دوی به ډېر ژر د یوې ګډې مبارزې تر چتر لاندې راغونډ شي چې دا به د اسراییلي ظلمونو وزرې د تل لپاره وسوځوي.
خو د نړۍ د هغو مشرانو لپاره چې د انصاف شعارونه یې غلي شوي، د سوال ځای دی.
ولې په دې نازکو حالاتو کې یوازې د خپلې خوښې له مخې دریځ خپلوي؟
نړۍ ته پکار ده چې د یوې رښتینې سولې لپاره خپل انصاف او عدالت بیا تعریف کړي او د ظلمونو د مخنیوي لپاره د یو خپلواک او بې پرې سیاست لارې تعقیب کړي؛ کنه دا جګړه یوازې د یوې سیمې تر پولو پورې محدوده نه وي، دا به د نړۍ هره برخه اغېزمنه کړي.
د هر هغه چا لپاره چې د انسانیت او انصاف پر اصولو باور لري، اړینه ده چې د اسراییلي ظلمونو پر وړاندې یووالی وښيي او د مظلومو ملتونو ترڅنګ ودریږي.
دا یوازینۍ لار ده چې د نړۍ د راتلونکي نسل لپاره یو امن او عادلانه راتلونکی ترې تضمین کېدای شي.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/