کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال او په کابل کې د ترکیې د سفیر په شتون کې د کانونو او پټرولیم وزارت او ۷۷ ترکی شرکت ترمنځ د جوزجان ولایت یتیم تاق سیمه کې د سیمنټو تولیدی کارخونې قرارداد لاسلیک شو.
د دې هوکړې له مخې به ۷۷ ترکی شرکت په دغې کارخونې ۱۶۳ میلیونه ډالر پانګونه وکړی.
د دې تړون د لاسلیک پر مهال د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ویلی، د سیمنټو د تولید په برخه کې یې له بېلابېلو شرکتونو سره د ۴۷۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړی.
دې مراسمو کې د ترکیې سفیر جنګ اونال دغه پروژه مهمه بللې او خوښی یې ښودلې، چې ترکی پانګوال افغانستان کې پانګونه کوی. نوموړی د دې پروژې پیل افغانستان کې د پانګونې لپاره د نورو ترکی شرکتونو لپاره یوه ښه پیلامه بللې.
د یتیم تاق د سیمنټو فابریکه به تر بشپړېدو وروسته په ورځنی ډول ۳زره ټنه سیمنټو د تولید ترڅنګ ۱۲۰۰ کسانو ته په مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ