کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان کرکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې ملی لوبډله به یې د ډسمبر له نهمې نېټې د نوی ۲۰۲۵ زېږدیز کال د جنورۍ تر شپږمې نېټې پورې له زمبابوې سره درې لوبلړۍ ترسره کړی.
دغه لوبلړۍ چې د زمبابوې په کوربتوب ترسره کیږی، په کې درې شل اوریزې، درې یو ورځنۍ سیالۍ او دوه ټېسټ لوبې شاملې دی.
کرکټ بورډ لیکلی، د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ به د ډسمبر میاشتې په ۹مه، ۱۱مه او ۱۲مه نېټه ترسره شی.
دغه راز به د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۵مه، ۱۷مه او ۱۹مه نېټه وشی.
د دې ترڅنګ د ټېسټ سیالیو لومړۍ لوبه به د ډسمبر میاشتې په ۲۶مه پیل او په ۳۰مه نېټه به پای ته ورسیږی او دوهمه ټېسټ سیالی به بیا د جنورۍ میاشتې په دوهمه نېټه پیل او په شپږمه نېټه به پای ته ورسیږی.
هېره دې نه وی، چې افغان لوبډله به تر دغو لوبلړیو وړاندې د راتلونکې نومبر میاشتې په ۶مه نېټه د بنګلدېش پر وړاندې د عربی متحده اماراتو په شارجه لوبغالی کې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ هم ترسره کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ