کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف خبرداری ورکړی، چې که کابل کې د اوبو کمښت په تړاو عاجل اقدام ونه شی، تر۲۰۳۰م کال پورې به د کابل ښار د اوبو له سخت کمښت سره مخامخ شی.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې تېره ورځ په خپلې اطکس پاڼې لیکلی، کابل کې د خلکو د هستوګنې چټک بهیر او د اقلیم د بدلون اغېزې د دې سبب شوی، چې په دې ښار کې تر ځمکې لاندې د اوبو کچه د پام وړ کمه شی.
د یونېسف په وینا له لسیزو جګړو او ناامنیو وروسته افغانستان دا تیاری نه لری، چې د اقلیم د بدلون له اغېزو سره مقابله وکړی.
د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان شاوخوا ۸۰ سلنه وګړی پاکو اوبو ته کافی لاسرسی نه لری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ