کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې مسوولینو ویلی، چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ کچه په کال کې څلور میلیارده ډالرو ته رسېدلې.
هرات کې یې د ایران سرکونسل دا لویه لاسته راوړنه بللې ده.
بل لور د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایی، قیمتی ډبرې، ممیز، سرب، نوشابه او کنجد هغه مهم ترین توکی دی، چې افغانستان یې ایران ته صادروی.
یاد وزارت دغه راز، ډیزل، پټرول، ګاز، د تولیدی کارخانو لپاره خام مواد او سمنټ هغه توکی بللی، چې له ایران څخه واردیږی.
د دې ترڅنګ د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو له راپیدا کېدو وروسته په تېرو درې کالو کې افغان سوداګرو ایران ته مخه کړې او له دې لارې له نړۍ سره سوداګری پراخه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ویلی وو، تهران هڅه کوی چې په ایران کې افغان سوداګرو او د کاری فرصتونو رامنځته کوونکو ته د لویو پروژو په برخه کې د پانګونې لپاره اسانتیاوې برابرې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ