کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې هېواد کې د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره له کاناډا څخه د افغان او کاناډايي ډاکټرانو یوه ګډه ډله کابل ته راغلې.
د مسوولینو په وینا یادو ډاکټرانو په علي آباد تدریسي روغتون کې ګڼ پېچلي عملیاتونه ترسره کړي دي.
۵۴ کلن ډاکټر، احمدشاه اشرفي چې د دغې ډلې یو تن دی، له دوو لسیزو زیاته موده یې په کاناډا کې د صدري جراحۍ برخه کې کار کړی.
نوموړی له خپلې شپږ کسیزې ډلې سره د علي آباد په تدریسي روغتون کې د صدري جراحي پېچلي عملیات ترسره کوي.
د احمد شاه اشرافي کاناډايي همکاران کابل ته له راتګه خوشالي څرګندوي او وايي، افغان روغتیاپالانو ورسره په بېلابېلو برخو کې ښې تجربې شریکې کړې.
په ورته مهال د علي آباد تدریسي روغتون مسوولین کابل ته د دغې روغتیايي ډلې له راتګه هرکلی کوي او له نورو روغتیاپالانو هم غواړي، چې د افغان ناروغانو درملنه کې ونډه واخلي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/