جرمنی ایران ته د خپلو اتباعو بر سفر لګول شوی ممنوعیت تمدید کړ

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمنی د بهرنیوچارو وزارت ویلی، حکومت یې ایران ته د خپلو وګړو د سفر ممنوعیت تمدید کړ او په ایران کې یې له جرمنی وګړو وغوښتل، چې له هغه هېواده ووځی.

د دوی په خبره ایران کې دېره جرمنی وګړی خپل ځانونه د اسلامی جمهوریت له لوری د برمته کېدو له ګواښ سره مخامخ کوی.

د لړم په اوومه نېټه ایران کې د جمشید شارمهد په نوم د ایرانی الاصله جرمنی وګړی له اعدام وروسته د جرمنی حکومت په‌ دې هېواد کې د ایران درې واړه قونسلګرۍ بندې کړې.

شارمهد څلور کاله مخکې د یوه کاری سفر په ترڅ کې له امریکا څخه هند ته تللی و او امریکا ته د راستنېدو پرمهال د متحده عربی اماراتو په دبۍ ښار کې د ایران د استخباراتی اجنټانو لخوا وتښتول شو، چې څو ورځې وروسته د حسن روحانی په مشرۍ د ایران د هغه مهال د استخباراتو وزیر ایران ته د نوموړی د انتقال خبر ورکړ.

شارمهد تورن و، چې امریکا کې د تندر په نوم د سلطنت غوښتونکو د یوې ډلې مشری کوی او د شېراز په حسینیه کې په یوه بمی برید کې هم لاس لری.

شارمهد او د هغه کورنۍ دا تورونه رد کړی وو.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.