د افغانستان او چین ترمنځ د باروړونکی ریل تګ – راتګ پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏چین کې د افغان حکومت سفارت خبر ورکړی، د چین جیانګسو ولایت نانټونګ ښار څخه افغانستان ته د باروړونکی رېل تګ – راتګ پیل شو.

بیجینګ کې د افغان سفیر دې مراسمو کې ویلی، افغان حکومت غواړی ګاونډیو هېوادونو سره په اقتصادی لحاظ له بېلابېلو لارو په تلپاتی توګه ونښلول شی.

نوموړی د رېل په وسیله د افغانستان او چین نښلولو یو مثبت ګام او د بهرنۍ نړۍ لپاره د یوې اقتصادی دروازې په توګه ارزښتمند بللی.

نوموړی هیله ښودلې، چې ریل په وسیله دغه اقتصادی اتصال به د چین حکومت د یو کمربند او یوې لارې په نوښت کې یو ځای کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادی همکاریو پیوستون لا پیاوړی کړی.

په برقی سامان الاتو، رخت او نورو توکو بار دغه ۵۰ کانټینره ریل به شلو ورځو کې له نانتونګ ښار څخه د حیرتان بندر ته ورسیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.