کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې په تېر یوه کال کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۳۵۰ چکډېمونه جوړ شوی دی.
د خبرپاڼې په وینا له دې ډلې ۱۳۸ پروژې د کرنې او اوبو لګولو وزارت، ۱۱۷ د اوبو او انرژۍ وزارت، او ۱۰۰ پروژې د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت لخوا پلې شوی، چې ډېری یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوې دی.
د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ د یاد شمېر چکډېمونو د جوړولو خبر داسې مهال ورکوی، چې د افغانستان ګڼې سیمې په تېره بیا جنوب لویدیځه حوزه له اوږد مهال راهیسې وچکالیو سره مخ ده. ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ