معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / کونړ کې سېلاب‌ ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

کونړ کې سېلاب‌ ځپلي له حکومته د مرستې غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له افغان حکومته غواړي، چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.

دوی وايي، که څه هم په لومړیو ورځو کې ورسره مرستې شوي، خو په خبره یې چې د سرپناه نشتوالي له امله ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ نرنګ ولسوالۍ د لمټک سیمې اوسېدونکي وايي، د سېلابونو له امله درانه مالي زیانونه ور اوښتي او دا مهال د سرپناه نشتوالي له امله دوی له سختو ننګونو سره مخ دي.

د دغو سېلاب ځپلو په خبره، وروستیو سېلابونه د کورونو ویجاړولو سربېره په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه باندې ولاړ فصلونه هم لمنځه وړي دي.

بل لور سیمه‌ ییز مسوولین وايي، د وروستیو سېلاب ځپلو سروې یې بشپړه کړې او هڅه کوي چې د مرستندویه بنسټونو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس