پوهاند محمد حسن کاکړ مړینه

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د کابل پوهنتون پخوانی استاد، د هېواد ستر تاریخ پوه او پیاوړی لیکوال پوهاند محمد حسن کاکړ د ۸۸ کلونو په عمر له هېواد څخه بهر د غربت په مېنه کې له فانی نړۍ سترګې پټې کړې.

انا لله و انا الیه راجعون

پرته له شکه پوهاند کاکړ او هغه ته ورته شخصیتونه د افغان ټولنې هغه پانګه ده چې مړینه یې اوږده موده ددې هېواد او خلکو په ذهن او زړه د غم او خفګان تاثر خپروی او د نه شتون تشه به یې تر عمره په ټولنه او هېواد کې محسوسه وی.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالستانو ټولنه په داسې حال کې چې د مرحوم پوهاند کاکړ مړینه د افغانستان تاریخ او فرهنګ ته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼی، له لوی الله څخه نوموړی مرحوم ته جنت الفردوس او دده کورنۍ، مینه والو او ټول افغان ولس ته د هېواد ددې ستر شخصیت د غمجنې مړینې له امله تسلیت او ډاډ ګیرنه وړاندې کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.