معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اجباري ستنولو پروسه چټکه شوې

له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اجباري ستنولو پروسه چټکه شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې دې وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو د اجباري کډوالو د راستنېدلو پروسه چټکه شوې.

د یاد وزارت مسلکي مرستیال دغه موضوع د ریاست الوزراء اداري مرستیال سره کتنه کې مطرح کړې ده.

نوموړي ویلي، د موقتي مېشتېدنې کمېټه په دې توانېدلې، چې دغه پروسه په ښه ډول مدیریت کړي.

بل لور د ریاست الوزرا اداري مرستیال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون موقتي مېشتېدنې کمېټې مسوولینو ته لارښوونه کړې، چې هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه دې زیاتې هڅې وکړي.

له یو کال راهیسې پاکستان او ایران هېوادونو هلته مېشت افغان کډوال په زور کډوالۍ کولو ته اړ کړي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس