افغانستان او بنګلدېش سبا د یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د افغانستان او بنګلدېش کرکټ ملی لوبډلې ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لړۍ پیل شی.

دا سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب په شارجه کې ترسره کېږی، سبا به د کابل په وخت دوه نیمې بجې پیل شی.

د یادولو وړ ده، چې دواړه لوبډلې به د روانې نومبر په ۹مه دوهمه او په ۱۱مه نېټه به درېیمه لوبه ترسره کړی.

د افغانستان او بنګلدېش لوبډلې په‌ داسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوی، چې تازه د افغانستان الف یا ابدالیانو لوبډلې د آسیا ځوانانو جام اتلولی ګټلې او دغه راز تر دې وړاندې افغان کرکټ ملی لوبډلې د جنوبی افریقا لوبډلې ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې هم ماتې ورکړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.