کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ایمرجنسی ادارې عمومی رییسې روسیلا میکیو په کابل کې د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره کتلی.
د عامې روغتیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې په دغې لیدنه کې د ایمرجنسی روغتونونو له لوری کېدونکو خدمتونو، د ظرفیت لوړونې پر پروګرامونو، د روغتیایی خدمتونو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو ته د خدمتونو پر برابرولو او په ایمرجنسی روغتونونو کې د تخصصی پروګرامونو پر پیلېدو بحث او خبرې شوی.
د خبرپاڼې پر بنسټ د عامې روغتیا وزیر ویلی، د افغانستان د روغتیایی برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیایی ادارو مرستې اړینې دی او د افغان روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې په برخه کې یې د یادې ادارې له رییسې څخه د همکارۍ غوښتنه کړې.
د خبرپاڼې پر بنسټ د ایمرجنسی ادارې رییسې هم په دې برخه کې ورته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ