کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې په اشغال شوی فلسطین کې (اسراییلو) کې د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته پراخ لاریونونه پیل شوی دی.
د خبر پربنسټ اسراییلو کې تر بل هر وخت اوس د کودتا غوښتنې زیاتې شوې.
دغه زرګونه لاریونوال د خپل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د لرې کېدو او پرې د کودتا غوښتنه کوی.
رسنیو ویلی، چې لاریونوال د نتنیاهو ماڼۍ ته نږدې رسېدلی او نوموړی د وېرې له امله خپل کور پرېښی.
د اسراییلی رسنیو له قوله ویل شوی، چې صهیونیستانو له پوځ څخه غوښتی څو د نتنیاهو پر وړاندې کودتا ترسره کړی؛ ځکه د دوی په خبره روانو سختو جګړو له امله نتنیاهو خپل عقل له لاسه ورکړی.
اسراییلی رسنۍ زیاتوی، د دفاع وزیر له ګوښه کولو وروسته د لوی درستیز او د شاباک استخباراتی سازمان د مشر د ګوښه کېدو امکان هم زیات شوی.
سرچینې د صهیونیست رژیم پخوانی وزیر لیبرمن له قوله ویلی، چې په صهیونیست رژیم کې داخلی اختلافات مخ پر زیاتېدو دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ