کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان په پنجاب ایالت کې چارواکو ویلي، چې د هوا د سختې ککړتیا له امله ښوونځي رخصت شوي دي.
د خبر پر بنسټ ټاکل شوې، چې زده کوونکو ته به د روانې نومبر میاشتې تر ۱۷مې نېټې پورې انلاین زده کړې ورکړل شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د پاکستان په ځینو ښارونو کې هوا په بې ساري ډول ککړه شوې ده.
د پنجاب ایالت یوې لوړ پوړې چارواکې، مریم اورنګزیب په لاهور کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د هوا د ککړتیا او کېفیت د خرابۍ له امله حکومت پرېکړه کړې، چې د متوسطه او لېسو ټولګي رخصت کړي.
دغه پرېکړه به د پنجاب د مرکز، لاهور ښار په ګډون په دغه ایالت کې د میلیونونو ماشومانو د زده کړې بهیر اغېزمن کړي.
د یادولو وړ ده چې د دې ککړې هوا اصلي لاملونه د بې کېفیته ډیزلو کارول او د ژمي په موسم کې د ناسمو توکو سوځول ګڼل شوي دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/