جاپان د افغانستان فرهنګی میراثونو د ساتنې لپاره نړیوال کنفرانس جوړوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغانستان کې د جاپان سفیر ویلی، چې په پلازمېنه توکیو کې به د افغانستان د فرهنګی میراثونو د یوه نړیوال کنفرانس د جوړېدو لپاره هڅې وکړی.

تاکایوشی کورومیا دا ژمنه کابل کې د اطلاعات او کلتور وزارت د کلتور او هنر له معین سره د خبرو پرمهال کړې ده.

نوموړی ویلی، جاپان فرهنګی چارې له سیاسی مسایلو سره تړلې نه بولی او په هر ډول شرایطو کې یې ملاتړ کوی.

د افغانستان د فرهنګی میراثونو د نړیوال کنفرانس د هدف په اړه د جاپان سفیر زیاته کړې، هېواد یې غواړی په‌‌ دې ډول د افغانستان د فرهنګی میراثونو د ساتنې او رغونې برخې ته د نړیوالو پاملرنه زیاته کړی.

تر اوسه د دې کنفرانس د جوړېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.