کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمني د سولې کلي خیریه بنسټ په مرسته افغاني سرې میاشتې ۸۹ سوځېدلي او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته واستول.
د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر یولسو کلونو دي، چې له کابله جرمني ته ولېږدول شول.
د سولې کلی د جرمني یوه غیردولتي موسسه ده، چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلیو سیمو کې له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوي.
دې مرستندویه موسسې په تېرو ۴۵ کلونو کې د شاوخوا ۴ زره افغان ماشومانو درملنه په جرمني کې کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/