کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې د رییس په مشرۍ د افغان حکومت تخنیکی پلاوی د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون کنفرانس کې د ګډون لپاره د اذربایجان پلازمینې باکو ته تللی.
د ملګرو ملتونو د اقلیمی بدلون ۲۹مه غونډه به سبا دوشنبه د نومبر په ۱۱مه پیل شی.
افغانستان د اقلیمی بدلون له پلوه په نړیواله کچه شپږم اغېزمن هېواد دی.
د اوسنی حکومت له راتګ وروسته دا لومړی ځل دی، چې افغان پلاوی ته د اقلیمی بدلون نړیوال کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکول کیږی.
افغان پلاوی به دې کنفرانس کې د چاپېریال ساتنې او اقلیمی بدلون برخه کې نړیوالو سره د همکارۍ د پیاوړتیا، د اقلیمی بدلون برخه کې موجوده مالی میکانیزمونو ته د افغانستان لاسرسی او اقلیمی بدلون سره د مبارزې په تړاو نړیوالو سره خپلې غوښتنې شریکې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ