ټرمپ له پوتین سره د اکراین پر وضعیت ټېلیفونی خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته په ټیلیفونی خبرو کې ویلی، چې د اوکراین جګړه دې نه زیاتوی.

واشنګټن پوست د یو شمېر سرچینو له قوله، چې نومونه یې نه‌ دی یاد شوی، راپور ورکړی چې ټرمپ او پوتین د نومبر په ۷مه دغه خبرې کړې دی.

ټرمپ د نومبر په شپږمه ټاکنو کې له بریا وروسته د اوکراین له ولسمشر ولودمیر زیلینسکی سره هم ټیلیفونی خبرې کړې وې.

د سرچینې د معلوماتو له‌ مخې، ټرمپ پوتین ته ویلی، لېواله دی چې د اوکراین د جګړې د ژر پای ته رسېدو په اړه له هغه سره نورې خبرې وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.