کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په تازه خپاره کړی راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د خوراکی توکو په برخه کې یو څه ښه والی راغلی، خو اندېښنه لری چې په ژمی به وضعیت بېرته خراب شی.
د خوراکی امنیت د پړاوونو د طبقه بندۍ نظام یا IFC څرګندوی، چې نږدې څلورمه برخه نفوس، یا شاوخوا ۱۱.۶ میلیونه خلک د خوراکی موادو د کموالی له بحرانی حالت او د خوراکی ناامنۍ له بېړنی حالت سره مخامخ دی.
د دوی په وینا که څه هم دا شمېره د ۲۰۲۳ کال له ۱۵.۳ میلیونو څخه کمه شوې، خو په هېواد کې د خوراکی موادو اړتیاوې لا هم د اندېښنې وړ لوړې دی.
د خوړو نړیوال پروګرام دغه لږ ښه والی د پراخو بشری مرستو پایله بللې، چې د خوراکی کمښتونو د جدی حالت مخه یې نیولې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ