اقتصادی معاونیت وایی، افغانستان به د چرګانو تولید برخه کې پر ځان بسیا شی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی معاونیت خبر ورکړی، چې د اقتصادی کمېسیون د تخنیکی کمېټې په نوبتی غونډه کې د چرګانو سکټور د ځان بسیاینې پالیسۍ باندې بحث شوی.

یاده پالیسی تر هر اړخیزې ارزونې وروسته د تخنیکی کمېټې له لوری د راغلو تعدیلاتو په نظر کې نیولو سره د تایید وړ وبلل شوه، چې په عملی کېدو سره به یې افغانستان د چرګانو سکټور کې بشپړې ځان‌ بسیاینې ته ورسیږی.

د دې پرمټ به په مستقیم او غیر مستقیم ډول شاوخوا ۷۰۰زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.

د اقتصادی معاونیت په وینا، له دې سربېره دغې غونډې ته د ۱۴۰۲ او ۱۴۰۳ لمریز کلونو پر مهال د کرنې وزارت له لوری د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د رغول شویو او تر بیارغونې لاندې حکومتی سړو خونو راپور هم وړاندې شو، چې دغه موضوعات د وروستۍ پرېکړې په موخه اقتصادی کمېسیون ته ورکړل شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.