کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د نړیوال پرمختګ ادارې ویلی، چې په افغانستان کې د غالیو د تولید کلنۍ کچه له ۱،۱ میلیون مربع مترو څخه ۳،۳ میلیون مربع مترو ته لوړه شوې ده.
د USID ادارې پر خپلې ایکسپاڼې یوه بیان کې ویلی، د افغانی غالیو له تولید څخه ترلاسه شوی عاید هم شاوخوا ۳۳۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.
د بیان له مخې د غالیو اوبدلو په صنعت کې اوس مهال نږدې ۱۲ لکه کسان په کار بوخت دی، چې په سلو کې ۹۰ یې ښځې دی.
په بیان کې ټینګار شوی چې د افغانی غالیو په تولید کې زیاتوالی د اسیبا په نوم د USAID د پروګرام په مرسته راغلی دی.
غالۍ له ډېرو پخوانیو کلونو راهیسې د افغانستان د محصولاتو او بهر ته د صادراتو مهم محصول دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ