کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان، تاجکستان او نیپال د فوټبال ملی لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه لوبلړۍ نن چهارشنبه په تاجکستان کې پیلیږی.
ټاکل شوې چې د دې ټورنمنټ لومړۍ لوبه د کابل په وخت د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د مرکزی سټوډیوم په ډګر کې د نیپال او کوربه هېواد تاجکستان ترمنځ ترسره شی.
افغان لوبډله به خپله لومړۍ لوبه راتلونکې شنبې د مازیګر په ۰۵:۳۰ بجو د نیپال د لوبډلې پر وړاندې ترسره کړی.
د افغانستان ملی لوبډلې دوهمه لوبه به د سه شنبې په ورځ د کوربه تاجکستان پر وړاندې وی.
یاده دې وی چې افغان لوبډله له څه باندې پنځه نیمو میاشتو وروسته د لومړی ځل لپاره له خپل ازبکستانی روزونکی عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ورځی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ