خپلو مېنو ته د بې ځایه شویو کورنیو بایومیټریک پیل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایی، خپلو سیمو ته د لېږدولو لپاره یې په لومړی پړاو کې د شاوخوا ۵ زره بې ځایه شویو کورنیو نوم لېکنه پیل کړه. ‏

 کابل کې په دې تړاو یوې غونډې ته د وینا پرمهال د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر ویلی، لومړی سر کې به له کابله شاوخوا ۵ زره بې ځایه شوې کورنۍ چې اکثریت یې له کندوز ولایته بې ځایه شوې دی، خپلو سیمو ته ولېږدول شی.

نوموړی په دې برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ له امله هم مننه کړې ده.

د کډوالو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو برخې مشر سردار شېرزاد ویلی، دغه خلک د بېلابېلو لاملونو له امله بې ځای شوی دی.

هغه له نړیوالو بنسټونو غوښتی، چې په دې برخه کې ورسره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړی.

 هغه زیاته کړې، چې اوس‌ مهال د دغو بې ځایه شویو کسانو شمېر شاوخوا ۲.۵ میلیونه دی او خپلو سیمو ته دوی بېرته لېږدول د دغه وزارت د کاری لومړیتوبونو څخه دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.