معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کندوز په پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

د کندوز په پنځو ولسوالیو کې روغتونونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندوز د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، په پام کې ده چې د دغه ولایت په کلباد، آقتاش، ګلتپه، قلعه‌ زال او علي‌آباد ولسوالیو کې پنځه ۲۵ بستریز روغتونونه جوړ شي.

د عامې روغتیا رییس له ولايتي چارواکو سره د کتنې پر مهال ویلي، چې یاد روغتونونه د عامې روغتیا وزارت له بودیجې جوړیږي، چې لومړنۍ چارې یې نږدې د بشپړېدو په حال کې دي.

د یادونې وړ ده، چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د روغتیایي خدماتو چټکتیا په موخه تر دې دمه لسګونه واړه او غټ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي، خو ولس په کې د خدماتو له ټیټ معیاره شکایت لري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس