د هېواد ۲۱ ولایاتو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پوهنې وزارت مسوولین وایی، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتی ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.

د مسوولینو په خبره پخوا په څلورو ولایتونو فعال وو، خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی.

د پوهنې وزارت زیاته کړې، دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کیږی او د ښوونکو د مستحق والی په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کیږی.

بل لور ځینې ښوونکی چې په دولتی ښوونځیو کې درس ورکوی، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوی.

د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کیږی او ټاکل شوې، چې دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شی..

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.