کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ناروې په اوسلو کې مېشت د ایران د بشری حقونو سازمان راپور ورکړی، چې د ایران په کرج ښار کې د قزل حصار په زندان کې د یوه افغان په ګډون ۱۰ کسان اعدام شوی.
یاد سازمان په خپله اعلامیه کې ویلی، دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د مخدره موادو د کاروبار او عمدی قتل په تورونو اعدام شوی دی.
اعدام شویو کې دوه کردان او یوه ښځه هم شامله ده.
د اعدام شوی افغان وګړی نوم خالد تاجیک ښودل شوی او دغه سازمان ویلی، چې د احمد علیزاده په نوم یو بل کس هم چې د اعدام سزا یې ځنډول شوې وه، بالاخره د شنبې په ورځ اعدام شو.
د ایران د بشری حقونو سازمان د دې اعدامونو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی، چې په یوه ورځ کې د ۱۰ کسانو اعدام د بشری حقونو جدی سرغړونه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ