کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان ولایت ځايي چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د تاریخي ځایونو د ساتنې او خوندیتوب لپاره ځانګړې امنیتي قطعه ګومارل شوې ده.
د چارواکو په وینا، دوی د تاریخي ابداتو د بیارغونې په برخه کې هم جدي هڅې پیل کړې دي.
د اروزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مالوماتو له مخې، په دې ولایت کې ۱۳۶ تاریخي سیمې ثبت شوې دي.
له دې سیمو څخه کافر کلا، سلیمان تخت او کلا مرچه مشهور تاریخي ځایونه دي، چې د مسوولینو په خبره د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ځانګړې پاملرنه کیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page: