کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو کرکټ لوبډله نن دوشنبه د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د کوربه عربی متحده اماراتو پر وړاندې خپله دوهمه لوبه ترسره کوی.
دغه ۵۰ اووریزه سیالی به د کابل پر وخت سهار ۱۰ بجې د دوبۍ په ښار کې پیل شی.
دې سیالیو کې افغانستان د خپلې لومړۍ لوبې په ترڅ کې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ستره ماتې ورکړې ده.
دا درې اړخیزې سیالۍ د افغانستان، پاکستان او اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ کیږی، چې هره لوبډله به د یو بل پر وړاندې دوه – دوه سیالۍ ترسره کړی.
افغان کرکټ بورډ ویلی، دا سیالۍ د ۱۹ کلنو ځوانانو د آسیا جام سیالیو د چمتووالی په موخه ترسره کیږی.
د دې سیالیو دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه وکړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ