کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د نړۍ شلو سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو او اروپايي ټولنې مشران به د جي۲۰ سرمشریزې په ترڅ کې د پایداره پرمختګ، انرژۍ او د لوږې پر وړاندې د نړیوال اتحاد رامنځته کولو پر موضوعاتو تمرکز وکړي.
له دې سرمشریزې وړاندې د چاپېریال ساتنې فعالانو په برازیل کې اعتراضي غونډو له لارې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د جدي مبارزې غوښتنه وکړه.
سپینې ماڼۍ ویلي، امریکا د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لپاره په روان کال کې خپلې مرستې ۱۱ میلیاردو ډالرو ته لوړې کړې دي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تېره ورځ د امازوناس ښار ته سفر وکړ، چېرته چې د نړۍ تر ټولو لوی ځنګل امازون موقعیت لري.
ټاکل شوې چې بایډن به نن دوشنبه د ریو دي جینیرو ښار ته سفر وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/