کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ويلي، چې په دې هېواد کې د افغان بندیانو شمېر ډېر لوړ دی، خو یې کره شمېر نه دی څرګند کړی.
بقایي د خپلې اونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي، چې د ایران حکومت له افغان لوري سره د افغان بندیانو د لېږدولو په اړه په خبرو بوخت دی.
هغه زیاته کړې، چې ډېری افغانان د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور په زندانونو کې دي.
د ایران دولتي آژانسونو تېره اوونۍ راپور ورکړ، چې د ایران حکومت به په راتلونکو دوو میاشتو کې شاوخوا زر افغان بندیان افغانستان ته ولېږدوي، چې په بدل کې به یې د افغانستان په زندانونو کې ایراني بندیان هم تبادله شي.
افغانستان کې د ایراني بندیانو دقیق شمېر لا هم نه دی څرګند شوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/