کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په جرمني کې د افغانستان سفیر یما یاري او په بُن کې جنرال کونسل سید لطفالله سادات له خپلو دندو استعفاوې کړي.
یما یاري په یوه رسمي بیان کې ویلي، چې د اصولو لمخې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفیر په توګه له خپلې دندې لاس اخلي او اداري چارې به خپلو همکارانو ته وسپاري.
په همدې ډول، سید لطفالله سادات هم ویلي، چې د کوربه هېواد په غوښتنه او د کونسلي فعالیتونو د دوام لپاره یې دا پرېکړه کړې ده.
د جرمني یوه پخواني افغان ډیپلومات، چې لا هم له اوسنیو ډیپلوماتانو سره اړیکې لري، ویلي چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له دواړو ډیپلوماتانو څخه د استعفاء غوښتنه کړې وه.
وروسته له هغه چې اوسني حکومت د افغانستان د لسو ډیپلوماتیکو استازولیو چارې بېاعتباره اعلان کړې، په څو هېوادونو کې د افغانستان استازولۍ د کوربه هېوادونو د غوښتنې پر بنسټ تړل شوې دي.
د دې مسایلو په اړه لا د جرمني او اوسني افغان حکومتونو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/