کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د خېبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې د وسلوالو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته کې اته تنه پوځیان او نهه وسلوال وژل شوي دي.
د راپور پر بنسټ دغه نښته کې چې څو ساعته یې دوام کړی، اووه عسکر او شپږ وسلوال ټپيان شوي هم دي.
دغه نښتې د تیرا په درې بېلابېلو سیمو کې شوې دي.
د پاکستان د پوځ د سرچینو په وینا، دغه عملیات د استخباراتي معلومات پر اساس پلان شوي وو او موخه یې د مهمو وسلوالو په نښه کول وو.
د یادونې وړ ده، چې پاکستان کې د وسلوالو او پاکستاني پوځیانو تر منځ نښتو زور اخیستی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/