کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د ۱۹ کلنو کم عمره ملی لوبډله نن د سهار په ۱۰ بجو د درې اړخیزې لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې له پاکستانۍ لوبډلې سره مخ کیږی.
دا سیالی په داسې حال کې ترسره کیږی، چې د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا افغان لوبډله هڅه کوی، چې د خپلې بریالۍ لړۍ دوام ورکړی او په دې سیالۍ کې هم د بریا بیرغ پورته کړی.
د دواړو لوبډلو مینوال د دې مهمې لوبې د لیدو لپاره په تمه دی.
یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د افغانستان، پاکستان او د کوربه متحده عربی اماراتو لوبډلې ترمنځ روانه ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ