کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیال کابل ته د هند او بنګلدېش له راغلو یو شمېر علماوو سره په لیدنه کې ویلی، چې پر ځان بسیا افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه دی.
نوموړی د سرپرست حکومت د بیا واکمنېدو سره د پیل شویو سترو اقتصادی پروژو، د سوداګرۍ پراختیا او د صنعت په برخه کې د شوی پرمختګ یادونه هم کړې ده.
برادر زیاته کړې، حکومت یې د بهرنیو مرستو پرته خپلواک اقتصاد ته زمینه برابره کړې ده.
په ورته وخت کې نوموړی د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل او اقتصادی بندیزونه لګول د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه بللی او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه کړې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ